کور / تازه خبرونه / كندهار: په عملياتو كي۳۰ پارسله وچ تارياك ونيول سول

كندهار: په عملياتو كي۳۰ پارسله وچ تارياك ونيول سول

خاصو افغان ځواکونو په مېوند کي ٣٠ پارسله وچ ترياک ونيول
دکندهار ولايت په مېوند ولسوالۍ کي تېره ورځ ځانګړو افغان امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال (٣٠) پارسله وچ ترياک نيولي دي.
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي دغه مواد د يادو امنيتي ځواکونو له خوا د بند تيمور په سيمه کي ترلاسه سوي چي پر مهال يي د موجوده هيئت و مخ ته ټول حريق او سوځول سوي دي.
د دغه عملياتو پر مهال د يادو موادو سره يو ځاى (١)بايفور موټر ،(١) کلاشنکوف، (٥) شاجوره او (٥) د کلاشنکوف مرمۍ د پوليسو لاسته ورغلي دي.
امنيتي ځواکونو دغه راز د يادو عملياتو پرمهال د دغو نشى توکو او وسلو سره يو ځاى يو تن مظنون هم نيولى چي دا مهال تر تحقيقاتو لاندي دي.