کور / تازه خبرونه / كندهار:ماين چاودني دوې انجوني او د هغوي مور ووژل .

كندهار:ماين چاودني دوې انجوني او د هغوي مور ووژل .

د کندهار ولايت په بولدک اولسوالۍ کي نن سهار نهه نيمي بجې دوې نجوني چي يوه ئې پنځلس او بلې ئې څوارلس کلونه عمر درلود د هغوی د مور په ګډون پر يوه ماين ختلي او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړى.
نوموړې بمي چاودنه د يادي اولسوالۍ د اختر خېلو په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي يادي نجوني او مور ئې د خپلو کورونو خواته رواني وې.
دغه راز تېر ورځ د پنجوايي اولسوالۍ د تلوکانو په سيمه کي هم يوه مېرمن پر يوه ښخ سوي ماين ختلې وه چي ماين ورباندي چاودېدلى او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړى.
بل خوا تېره شپه ناوخته په خاکرېز اولسوالۍکي وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی چي د دواړو لورو ترمنځ د څو ساعتونو نښتي او مقاومت وروسته يو وسله وال طالب وژل سوی او نور له سيمي په تېښته بريالي سوي.
په دغه مخامخ جګړه کي امنيتي پوليسو او عامو وکړو ته هيڅ ځاني زيان نه دی اوښتى او د وژل سوي وسله وال مړى اوس هم په سيمه کي پاته دئ.
تر اوسه وسله والو طالبانو د يادو پيښو په اړه څه نه دي ويلي.