کور / تازه خبرونه / كندهار مرستيال والي د ټاكنو له مركزونو څخه ليندنه وكړه .

كندهار مرستيال والي د ټاكنو له مركزونو څخه ليندنه وكړه .

له دوو ورځو راهيسي د کندهار ښار تر څنګ د کندهار په ټولو ولسواليو کي د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم ليکني پروسه پيل سوې او دغه راز نن د کندهار ولايت مرستيال والي عبدالقديم پتيال د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د ښځينه او نارينه وو د نوم ليکني له مرکزونو څخه ليدنه وکړه.
پتيال د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوم ليکني د يوه مرکز څخه د لېدو پر مهال خوښي وښوده او ويې ويل، د خوشحالۍ ځای دی چي د کندهار د ښار ترڅنګ په ټولو ولسواليو کي ياد مرکزونه فعاليت كوي، خويندي او وروڼه په راتلونکو ټولټاکنو کي د برخي اخيستني په موخه ځانونه ثبتوي.
پتيال، په خپل خوښه د افغانستان ولسمشر او ولايتي شوراګانو د غړو ټاکل د هر افغان مسلم حق وباله او زياته يې کړه، ټول هغه وروڼه او خويندي چي عمر يې اتلس کلنۍ ته رسېدلی او يا هم تر اتلسو کلونو زيات وي د راتلونکي ولسمشر د انتخابولو لپاره په يادو مرکزونو کي نوم ليکنه وکړي.
پتيال دغه راز پر ټولو افغانانو په خاصه توګه پر مرورو وروڼو ږغ وکړ چي د افغانستان په ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټولټاکنو کي برخه واخلي تر څو د افغانستان د پرمختګ او سمون لپاره افغانانو په خپله خوښه او وړ شخص ټاکلی وي.