کابل : پژواک د خبر له مخې : د پاکستان په بلوچستان کې دافغانستان دکونسلګرۍ یو ډیپلومات له تیرو پنځو ورځو راهیسې نادرکه شوی دی.پاکستانیو رسنیو د زمري خبر ورکړی، چې دغه افغان دیپلومات محمد هاشم نومیږي او د کویټې ښار د افغان کونسلګري د پاسپورټ په څانګه کې دنده ترسره کوي. د هاشم زوی صدیق الله ویلي دي چې پلار یې د زمري له دویمې نیټې راهیسې د کویټې ښار له سټیلایټ ټاون سیمې څخه نادرکه شوی دی.هغه زیاته کړې چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې یې له پلار سره هیڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې او نه دوی یې په اړه معلومات لري.په کویټه کې دافغانستان کونسل جنرال غلام محمد بهادر هم د هاشم د نادرکه کیدو خبر تایید کړی دی او زیاته کړې چې له ځایي چارواکو سره یې په دې اړه اړیکې نیولي دي. دیادونې وړ ده چې تیره میاشت په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت یو دیپلومات په یوه وسلوال برید کې ټپي شوی و.