کور / تازه خبرونه / درېيم باندنى عسکر هم ووژل سو

درېيم باندنى عسکر هم ووژل سو

د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي يو عسکر ئې په مخامخ ډزو کي خپل ژوند له لاسه ورکړى.
په دې اړه لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کس د افغانستان په مرکزي برخو کي په ډزو وژل سوى خو څرګند ځاى ئې نه دئ په ګوټه کړى.
دا خبرپاڼه د افغانستان پر وخت د شپې پر ٠٩:٤٠ لراوبر ته را ورسېده .
تر دې مخکي لراوبر ته يوه بله خبرپاڼه د آيساف ځواکونو له لوري رالېږل سوې وه چي پکښي د خپلو دوو عسکرو د وژل کېدو خبر تائيد سوى وو.
طالبانو او اسلامي حزب د افغانستان په بېلابېلو برخو کي پر باندنيو او کورنيو عسکرو د بريدونو ادعاوي کړي.