کور / تازه خبرونه / كندهار: په پرديو ژبو د ليكل سوو لوحو له منځه وړل پيل سول.

كندهار: په پرديو ژبو د ليكل سوو لوحو له منځه وړل پيل سول.

په كندهار كي د زياتو دوكانونو ، شركتونو او لويو سوداګريزو ماركېټونو لوحې په پرديو ژبو ليكل سوي ، چي د طلاعاتو او کلتور رياست له لوري ئې د سمني او له منځه وړلو كمپاين پيل سوى .
په كندهار كي د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په پرديو ژوبو د ليكل سوو لوحو د له منځه وړلو كمپاين د يوي اوونۍ له پاره پيل سو .
دلته په کندهار کي ډېرى لوحې په اردو، انګلېسي، عربي او ځينو نورو ژبو ليکل سوي دي .
د اطلاعاتو او کلتور رئېس دواخان مينه پال وايي چي د يوې اونۍ پرترڅ کي به په ښار كي په پرديو ژبو ليكل سوي ټولي لوحې راكښته كوي او له منځه به ئې وړي .
منيه پال وايي په پرديو ژبو د ليكل سوو لوحو د له منځه وړلو د كمپاين پرمهال امنتي ارګانونه هم ورسره دي .
نوموړي پر ټولو ښاريانو ږغ وکړ چي دا ډول لوحې ليري کړي او پر ځای د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشوره د هيواد په رسمي ژبو لوحې وځړوي .