کور / تازه خبرونه / هلمند: بم چاودني ۴ تنه ولسي وګړي ووژل.

هلمند: بم چاودني ۴ تنه ولسي وګړي ووژل.

په هلمند کي بمي چاودني څلورو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړول.
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د امنيه قومندان حکمت الله وايي چي تېره ورځ ماپښين ددي ولسوالۍ د مهاجرو په نوم سيمه کي پر ولسي وګړيو چاودنه سوي ده.
دده په وينا چې چاودنه پر هغه ولسي وګړيو سوي کوم چې غوښتل يې د هرات څخه د هلمند مرکز لښکرګا ته ولاړ سي.
دى وايې چې په دي پېښه کي څلور تنه وژل سوي دي .
د قوماندان په خبره چي په پېښه كي يو کوچنيان، يو نارينه او ميرمن وژل سوي او موټر يې تخريب سوى دى.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښې په اړه څه نه دي ويلي.