کور / تازه خبرونه / وردګ : د لوبو له پاره يو کمپليکس جوړ سو

وردګ : د لوبو له پاره يو کمپليکس جوړ سو

په میدان وردګو ولایت کې یو سپورټي کمپلکس تر جوړېدو وروسته نن ګټې
اخیستنې ته وسپارل شو .
د لوبو دغه کمپلکس چې د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې په دولس جریبه
ځمکه کې د يو آيس آى ډي ادارې په دوه سوه اته څلويښت زره څلور سوه دوه دېرش
امریکايي ډالرو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی
،نن ( شنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه کمپلکس د بېلابېلو لوبو د لوبغالو سربېره،چمن،د اوبو زیرمه،خونې،
د نندارې ځایونه،پلې لارې،لمریزه برېښنا،تشنابونه او ځیني نور ضروري
ملحقات شتون لري .
د لوبو د دغه کمپلکس د پرانستې مراسمو کې چې د دغه ولایت ملکي او نظامي
ادارو مسؤلینو برخه درلوده،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي
وویل: د لوبو د دغه کمپلکس د جوړېد سربیره یې په میدان وردګو ولایت کې یو
بل جمنازیم او د کرکټ د یوه لوبغالي جوړېدل په پلان کې دي.
ده زیاته کړه : ځوانان باید د دغه ولایت ټولو پارکونو او لوبغالو څخه په
ښه توګه د استفادې اخیستلو ترڅنګ له دغو څخه ښه ساتنه هم وکړي،تر څو د
دوی په سیمه کې د تفریحې او لوبو ځایونه په ښه توګه اوږد عمرې پاتي شي.
د میدان وردګو ولایت ښاروال ښاغلي انجینر محمود امیري د خپلو خبرو پر
مهال د یوسایډي له مرستې څخه چې د دغه کمپلکس په جوړېدو کې یې کړې وه،
مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په ښه توګه به ترې ساتنه وکړي