په قاهره کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو له لوري د مظاهرو پر مهال له ۱۰۰ډېر کسان وژل شوي دي.دغه جګړه د رابعه العدويه جومات شاوخوا ته نښتې او په واټونو کې وينې ليدل کېږي.له مظاهرو سره نژدې د يوه ځايي روغتون ډاکټر ویلي چې له مړو پرته له ۱۰۰۰ډېر نور کسان ټپيان شوي دي.تېره شپه د محمد مرسي پلويانو او مخالفانو په پلازمېنه قاهره او نورو سيمو کې پراخ لاريونونه وکړل.څو زره کسان د تحرير په ډګر کې د پوځ په ملاتړ چې ښاغلی مرسي يې له واکه لرې کړی، راټول شوي وو.په روغتون کې د وينو ډنډونه و او ډېری ژوبل شوي کسان په بد وضعيت کې و.د دغه روغتون يو ډاکټر هېشام ابراهيم وايي په تېرو اتو ساعتونو کې له ۱۰۰زيات کسان مړه شوي او ډیرو يې په سر او سينه د مرميو ټپونه لرل. دوی ډیر داسې کسان وليدل او له ۱۰۰۰زيات کسان ټپيان دلته دي.دی وايي د پوځ او د محمد مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ نښتې له تېرې شپې راهيسې روانې وې او سهار يې هم دوام درلود.هوا اوښلن غاز پوښلې او خلک کانګې کوي ، خو په ټپيانو بار امبولانسونه اوس هم روغتون ته ور روان دي د روغتون دروازې تړل شوي او نور ټپيان نه مني،.د پوځ مشر عبدالفتاح السيسي له خلکو غوښتي چې د دوی د مداخلې د ملاتړ په موخه لارو کوڅو ته ووځي.د شنبې سهار وختي د مصر د کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم ويلي و، چې د جومات شاوخوا روان اعتراضونو ته به د پای ټکی کېږدي.ده ويلي و چې ځايي خلکو د جومات شاوخوا د خلکو د راټولېدو په اړه شکايت کړی او دوی به ‘دغه اعتراض په قانوني ډول’ پای ته ورسوي.د ډزو غږونه تر اوسه هم اورېدل کېږي او ترڅنګ يې اوښلن غاز هم شيندل کېږي.د اخوان المسلمين وياند جهاد الحداد رويترز خبري اژانس ته ويلي: “پر دوی داسې ډزې نه کېږي چې ټپي شي، بلکې داسې ډزې پرې کېږي چې ووژل شي.”د قاهرې ترڅنګ د مصر په دويم ښار اسکندريه کې هم د تاوتريخوالي پېښې شوي او دغلته د دواړو غاړو ترمنځ د نښتو له امله ۱۰کسه مړه شوي دي.