د استراليا هيواد لوړ رتبه پلاوي په يوه ناڅاپي سفر روزګان ته ولاړ او هتله يې د سميزو چارواكو سره د وروستيو بدلونو په اړه خبري وكړي او يو د بل سره يې د همكاري ژمني تر لاسه كړي .
په دغه ناڅاپي سفر كي د استراليا هيواد صدراعظم كيون راډ ، ددفاع وزارت لوړرتبه استازي جنرال ديويد هرلي ، د ملي امنيت سلاكاره مارګيت مك كرتي او په افغانستان كي ددي هيواد سفير جان فليټ د روزګان د والي امير محمد اخنذاده سره په دي ولايت كي پر ورستيو رامنځ ته سوو بدلونونوخبري وكړي .
په روزګان ولايت كي استرليايي ځواكونه ميشت دي ، والي په دي ولايت كي د استرليايي ځواكونو په مټ امنيت د ډاډ وړ وبلي ، هغه زياته كړه چي وسله والو مخالفينو په وروستيو وختونو كي غوښتل څو د روزګان ولايت يو شمير سيمي تر جدي ګواښ لاندي راولي چي افغان ځواكونو يې مخنيو كړي .
د روزګان والي امير محمد آخندزاده د لويو لارو ويجاړتيا په دغه ولايت کې لويه ستونزه وبلله چې له کبله يې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د استرالياصدراعظم ژمنه وكړه چي په دي ولايت كي به خپلو مرستو ته دوام وركوي او په بيلابيلو برخو كي به ددي ولايت له خګلو سره همكاري كوي .
كله چي کيون راډ د استرليا د صدراعظم په توګه ټاکل سوي روزګان ولايت ته يي دا لومړني سفر دي چي كوي يې .
د يادونې وړده چي په اروزګان ولايت کي د P,R,T يا د بيارغونې ډلي مسؤليت هم استراليا هيواد پرغاړه لري .