د خاص اروزګان ولسوالۍ په عاشرې کلي کي دوه تنه قومي مشران وسله والو مخالفينو په ډزو وژلي دي.
د روزګان له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي ياد دوه تنه قومي مشران ملک عبدالحی او حاجي محمد شريف تيرماښام د روژه ماتي پرمهال پداسې حال کي د وسله والو تربريد لاندې راغلل چي په خپلو کروندو کي د غنمو په تريشل کولو باندې بوخت وه .
يادو قومي مشرانو له دولت سره کومه اړيکه نه درلوده او نه يي هم شخصي دوښمني درلوده .
تر اوسه طالبانو په دي اړه څه ندي ويلي .