په هلمند كي د ايساف ځواكونوپه هوايي بريد كې ۴۵ تنه مخالفين ووژل سول .
ياد سوي كسان د شنبي په شپه وروسته له هغه د هلمند د ديشواو خانشين په ولسواليوكي د ايساف په هوايي بريد كي ووژل سول كله چي دوى په پنځوموټروكي له بهرامچي څخه راوتلي واو د نيمروز ولايت په چهاربورجك ولسوالي يې وسله وال بريد كړى دى.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي رغلي چي په دي بريد كي درى تنه مخالفين په همدې جگړه كي وژل سوي او نورو يې د تيښتې لاره خپله كړي چې غوښتل يې بيرته د بهرامچې له لارې له گډې پولې څخه واوړي چې لومړى هوايي بريد ورباندې د لارې په اوږدوكې سوى او دوه موټريې له منځه تللي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دوهم بريد هم په پاتې دريو موټرو بهرامچې ته نږدې سيمه كي سوى چي په پايله كي ټول ۴۵ تنه وژل سوي اودرې نورټپيان سوي دي.
په دې بريدونوكي د ملا گلبدين په نوم د مخالفينو يوتن غټ قوماندان ټپي سوى اويوبل قوماندان يي هم وژل سوى دى.
د يادي پيښي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .