کور / تازه خبرونه / د ٣ وسله والو د ژوندي نيولو او يوه د وژلو ادعا وسوه

د ٣ وسله والو د ژوندي نيولو او يوه د وژلو ادعا وسوه

د ورګو ولايت امنيتي چايواکي وايي چي د دې ولايت د سیداباد ولسوالۍ په اونخي سیمه کي د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کي چي تېره شپه ترسره شول، د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ رحمت شاه چي مشهور په غورځنګ دی،په ګډون درې وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي او یو بل وژل شوی .
همدا راز په دغه عملیاتو کي څلور تنه نور شکمن کسان هم د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي،چي دا مهال ترې پوښتنې رواني دي .
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.