د روزکان په مرکز ترينکوټ کي بايسکل بم چاودني د دوو پوليسو په ګډون ۱۵ تنه ټپيان کړل .
چاودنه تېر ماځيګر د روژه ماتي څخه څو شيبي مخکي د پوليسو پر رنجر موټر وسوه .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چي د بريد پر مهال هدف څوک نه وه او په سيمه کې يوازي ملکي وګړي وه ، خو يوه امنتي سرچينه وايې چې چاودنه د پوليسو پر رنجر موټر وسوه .
د ټپيانو له ډلې يو شمير چې زخمونه يې سطحي وه تر لمړۍ درملني وروسته له روغتونه رخصت سوي دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .