د لوګر په مرکز پل علم کي د وژل سوو اتو کارکوونکو په غبرګون اود وسله والو طالبانو خلاف لاريون وسو.
وسله والو د چنګاښ په ٢٧مه د لوګر مرکز پل علم ته نږدي د شنګ په نوم د امريکايي ځواکونو د پوځي اډي اته افغان کارکوونکي ووژل.
لاريون کوونکي، چي شمير يي شاوخوا ٢٠٠ تنو ته رسيدى، د کلنګار سيمي اوسيدونکي او د وژل سوو اتو کارکوونکو دوستان او خپلوان وو. دوى مرګ پر طالبانو شعارونه ورکول او ويل يي چي طالبان د پاکستان په اشاره خپل خلک وژني.
لاريون نن شاوخوا لس بجي پيل او نږدي ١٢ بجي پاى ته ورسيدى.
د لاريون يوه سمبالوونکي فرهاد اکبري له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چي د دي ډول پيښو مخه ونيسي او د کارکوونکو وژونکي دي پيدا کړي.
د لاريون يوه بل ګډونوال نقيب الله، چي ورور يي وژل سوى ؤ وويل، چي وسله والو د دوى له ١٤ کسيزي کورنۍ د خولي ډوډۍ واخيسته.
هغه زياتوي، وسله وال اوس پر هيچا رحم نه کوي او د پرديو په اشاره عام خلک هم وژني.
لاريون کوونکو په ولسي جرګه کي د لوګر دوه وکيلان محمد اکبر ستانکزى او حاجي علي محمد هم د دي کارکوونکو په وژنه کي په غير مستقيم ډول په لاس لرلو تورن کړل.
لاريوون کوونکو ويل، په هغي سيمه کي چي کارګر ووژل شول، پخوا د ملي اردو امنيتي پوسته وه، خو د دغو وکيلانو د فشار له امله دغه پوسته له سيمي لري کړاى شوه.
لاريون کوونکي، چي شاوخوا يو ساعت يي د کابل=ګرديز لاره د ترافيکو پر مخ تړلي وه، وروسته د کلنګار په جامع جومات کي راټول شول او د لوګر له ا منيه قوماندان، ولايتي شورا له رييس او ولايتي اداري له مرستيال سره وکتل.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل د کارګرو وژنه وغندله او لاريون کوونکي يي زغم ته راوبلل.
هغه له وسله والو وغوښتل، چي د عامو خلکو له وژني لاس واخلي او زياته يي کړه، چي ځيني کسان غواړي د لوګريانو تر منځ اختلاف پيدا کړي، خو ده د چا نوم وانه خيست.
دغه راز د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي ژمنه وکړه، چي د کارګرو د وژني عاملين به پيدا کوي او سزا به ورکوي.
امنيه قوماندان ژمنه وکړه، چي د سيمي د امنيت لپاره به خپلي هڅي څو چنده زياتوي.
په ولسي جرګه کي د لوګر استازي محمداکبر ستانکزي پر دوى د لاريون کوونکو له لوري لګيدلي تورونه رد کړل او زياته يي کړه، چي ځيني غرضي کسان د وژل شوو کارګرو له نامه ناوړه ګټه اخلي او دوى تورنوي.
هغه زياتوي، چي دى د يوي سيمي نه ، بلکي د ټول لوګر د خلکو استازى دى