کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د غني خېلو اولسوالۍ اولسوال د چاودني روغ ووت

ننګرهار : د غني خېلو اولسوالۍ اولسوال د چاودني روغ ووت

د ننګرهار د غني خيلو ولسوال د ماين له يوي چاودني روغ ووتى .
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي وويل، چي نن غرمه يوه نيمه بجه د غني خېلو په اولسوالۍ کي د اولسوال حاجي زلمي پر موټر د سړک غاړي ماين چاودنه وسوه.
هغه زياته کړه، چي اولسوال له دې چاودني روغ وتلى، خو موټر ئې لږ زيانمن سوى دئ.
د غني خېلو اولسوال وويل، چي دى د نازيانو پر سړک روان وو، چي چاودنه پر سوې.
د يادي پېښي په اړه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر دي مخکي هم پر ياد اولسوال ځانمرګى بريد او چاودني سوي دي.
ياده دي وي، په دي وروستيو کي د دې ولايت څخه د امنييتي پېښو په اړه ډېر خبرونه ورکول کېږي چي په لړ کي ئې تېره ورځ هم په بټي کوټ کي شاوخوا پنځه ساعته جګړه سوې وه، چي له امله ئې ٣٦ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.