راپورونه وايي د چین په جنوب لوېدیځ کي یوه تبتي راهب ځان ته اور اچولى او مړ سوى دئ
ویلي سوي چي دغه اتلس کلن راهب د شنبي په ورځ په سیشوان ولایت کي د یوه عبادتځای مخ ته ځان سوځولی دئ.
دغه راهب له ځانوژني دمخه له چین څخه د تبت د خپلواکۍ له پاره شعارونه ورکول.
له ۲۰۰۹ م کال راپدیخوا ١٢٠ تبتیانو د هغه څه په اعتراض چي دوى ئي پر خپله خاوره د چین ظلم ګڼي، ځانونه په اور وژلي دي.