کور / تازه خبرونه / په نوي زيلاند کي د ريښتر په کچه ٦ اعشاريه ٩ درجې زلزله وسوه

په نوي زيلاند کي د ريښتر په کچه ٦ اعشاريه ٩ درجې زلزله وسوه

په نوي زيلاند کي د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه نهه درجي زلزله وسوه. .
د امريکا د مځکپوهني د سروي اداري نن وويل چي دغه زلزله مرکز ويلينګټُن ته نژدي سوي ده .
تر اوسه د کومي لويي ويجاړۍ يا هم مرګ ژوبلي خبر نه دى ورکول سوى.
د ويلينګټُن د پوليسو مشر مارټي پارکر وويل چي ودانيو ته لږ زيان رسيدلى او د ښار په ځينو برخو کي د بريښنا جريان پري سوى دى. د پسفيک د سونامي مرکز د سونامي توپان د راتلو خبردارى نه دى خپور کړى.
د نن ورځي زلزله د هغو ټکانونو د سلسلي تر ټولو زوروره هغه وه چي په تيرو ورځو کي يي دغه سيمه ځپلي ده.
په ٢٠١١م کال کي د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه دري درجي زلزلي کرس چرچ ښار وځپى، ډيري ودانۍ يي ونړولي او ١٨٥ کسان ئې ووژل.