گرانو پښتنو ورونو لومړی مې سلامونه ومنئ پس له سلامه کومه سیاسي جگړه چې اوس په لر او بر افغانستان کې روان دی ، که فکر وکړئ دا جگړی پرته د پښتني سیمونه په نورو سیمو کښې نشته او نه پرته د پښتنو د زامنو نه بل سړی پکې مري ، ښوونځي ، جماعتونه ، روغتونونه ، لارې ، پلونه او همدارنگه نور یواځې د پښتنو په سیمو کی الوزول او سوزول کیږي.
( خلک وایي پښتانه القاعده دي ) نه پښتانه هیڅ وخت القاده نشي کیدای بلکې ددې خاورې ریښتني او وفا داره زامن دي خو دا د پښتون د نوم د بد نامولو او ورکولو یوه لویه دسیسه چې د (CIA) ، ( ( ISI ،(KGB)،( موساد ) او همدارنگه په دننه افغانستان کښې د افغان په نوم د دغو هیوادنو لکه امریکا ،انگلستان ، پاکستان ،ایران ، روسیی ، تاجکستان ، اسرائیل ، ازبکستان او نورو هیوادونو نمایند گانو لخوا پيل شوی.
تاسوته به دا پوښتنه پیدا کیږي چی بیا ولې امریکا د گوانتامو اړتون په طالبانو باندې ډک کړی ؟
جواب : په گوانتامو کښې چې کوم بندیان اوسي اول خو ټول پښتانه او بیا هغه کسان دي که چیرته هغوی دلته وای د امریکا په رازونو پوهیږي ددوی لپاره به غټ مزاحم وای، هغوی لکه شهید مولوي عبیدالله غوندې کسان دي چې په پاکستان بندي غوښتل یې د افغانستان له دولت سره روغه وکړي نو د ( ISI ) له خوا په اړتون کښې ووژل شو.
(یو شاعر څومره ښایسته وایي ):
د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپيژنئ
ستاسو لپاره خو به ځان ته پيغمبر نه راځي
دا به ومنو چې که د پښتنو سیمو ته چې طالبان له چچنیا ، عربستان ، ایران ، ازبکستان ، پاکستان ، څخه راځي د دولت په ضد جگړه کوي او په جگړه کې یو دوه طالبان څو افغان ځواکونه چې هغه هم زمونږ ورونه دی او مرمۍ هم مخ نلري چې د هر پښتون په کور برابرشي واړه او زاړه یې وژني ، او یا ددې پدې نامه چې د ملي اردو ، ملي پولیس او ملي امنیت غړي دي وژني مو ، نو بیا خو د بلخ ، تخار ، جوزجان ، پروان ، بغلان ولایتونو کې خو طالبان هم نشته هلته ولې د پښتنو مشران ، سپین ږیري ، زامن د وسلوالو له خوا وژل کیږي او ښوونځي ، جماعتونه ، روغتونونه ، لارې ، پلونه یی ورانیږي ، همدارنگه په کراچی ، لاهور ، خیبر پښتونخواه او نورو صوبو کې هم زموږ د لر افغانستان پښتانه مشران وژل کیږي.
( سایل صیب بیا څه وایي ) :
تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سائله
د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی
که په یاد مو وي په 2013 یا 1392 کال چې په پاکستان کښی پارلماني ټاکنې تر سره کیدلې ، یوه ورځ مو ونه لیدل چې د یو پنجابي په ټاکنیز کمپاین باندې ځانمرکی برید شوی وي بس یو موږ وو او بل ځانمرگي بریدونه چې هره ورځ د پښتنو په ټاکنیز کماینونو باندې ترسره کیدلې .
او نه مو د امریکا بې پیلوټه الوتکې ولیدلې چی په کراچی ، لاهور او ایبت اباد ( اسلام اباد ) چې د القاعده شبکې مشر (اسامه بن لادن ) پکښې هم ووژل شو بمبارد کړی وي ، د تل لپاره دا دسیسه گرې الوتکې دي چی یوازې د لر افغانستان پښتانه وژني ، آیا طالبان یواځې د پښتنو د وژلو لپاره دي ؟
نو اوس دې نتیجې ته ورسیدو چې دا جگړه د تروریزم جگړه نه بلکې د پښتنو په ضد جگړه روانه ده او نه غواړي چې پښتانه لوړې زده کړې وکړي ، په خپلو پښو ودریږي او ښه ژوندی ولري.
یو شاعر ورور وایی :
دا غليم رانه د سر پښتانه وژني
د کابل او پيښور پښتانه وژني
نه پوهيږم چې کافر که مسلمان دى
په روژه او په اختر پښتانه وژني
کله وايې چې پخلا يې کړه خفه دي
خو بيا کله مرور پښتانه وژني
هيڅ يې زړه ورباندي سوړ نه شو خاونده !
هر بيګاه او هر سحر پښتانه وژني
واه درمله ! اوس د تورو پاچاهي شوه
چې ځلانده لکه لمر پښتنانه وژني
نو ای پښتنو ورونو یو څو نصیحتونه او هیلی تا سو ته لرم الله (جل جلاله ) دی وکړی دی ته په کمه سترگه ونه گوری ترڅو د بی غیرته او نامرده دښمنانو پلانونه لکه څنگه چی له پخوا نه شنډ و همداسی شنډ اوسی :
1- په خپلو سیمو کې طالبان چې د اسلام او جهاد په نامه جگړه کوي ، خو په پټه کښې د خارجي څارگرو شبکو پورې تړلي او پیسې اخلي مه پریږی چې ښوونځي ، جماعتونه ، لاری ، پلونه مو وران کړي ، زه پدې هم پوهیږم چې پښتانه میلمه پاله دي ، خو نوموړي داسې میلمانه دي چې په تاریخ کښې مو اولادونه او سیمه له ناوړه چلند سره مخ کوي او ستاسې د دایمي نسل د بربادی سبب گرځي ، داسې میلمنو ته د پښتنو د رسم رواج مطابق چلند پکار ندی.
2- خپل اولادونه ( زامن او لوڼي ) د ښوونې لپاره ښوونځي ، پوهنتون او مدرسوته ولیږئ.
3- د خپلو گرانو میندو او خویندو څخه چې لوړې زده کړې لري گټه پورته کړئ او د هغو نه پخپلو برخو کښې کار واخلئ.
4- سمتي ، قومي او ژبه ییز تعصبات پریږئ ، مثال دا پلانی خیل او زه بستانی خیل یم یا دا د پلانی کلي نه ده او زه د بستانی کلي نه یم ، د یو افغان او مسلمان ورور په حیث ژوند وکړئ او د هغو د ستونزو نه ځانونه خبر کړئ ، مرسته ورسره وکړئ ، همدا ده چې د دواړو په زړنو کې به مینه ځای نیسي.
5- خپلې ټولې کورنې ( خویندو، میندو ، ورونو ، زامنو ،لوڼو ، لمسیانو او ځانونو ته ) د ټولټاکنو کارتونه واخلئ او دخپلې طبعې سړي ته چی مسلمان ، افغان او دافغانستان په گټه وي ، په ولایتي شورا ، پارلماني او ولس مشریزه ټاکنو کې رایه ورکړئ.
6- ورونو زه چې هرې ادارې ته ځم له خلکو نه اورم چی وایي هله پلانی زما له کلی او وطن څخه دی په پلان پست ( چوکۍ ) کې یی وټاکه او دا کار وکړه ، خو تر اوسه پوری ما د یو پښتون له خولې نه داخبره نده اوریدلې ، زه نه وایم چی تاسی له نورو ملیتونو ( تاجک ، ازبک ، هزاره ، ترکمن او داسې نورو ) سره تبعیض ولرئ ، بلکې دومره خو کولای شو چې په نوموړي وخت کښې له یو پښتون سره د تربوریت او تربگنی څخه کار وانخلو ، له ښپې نه یی ونه نیسو له بره آسمان څخه یی لاندې گذار نکړو.
آروا ښاد ملنگ جان څومره ښه ویلی :
چی بی ننګ او بی پښتو وی پښتون نه دی
چی دقوم په شرميدو وی پښتون نه دی
پښتون هغه دی چی غم دتمام قوم خوری
چی دځان په جګيدو وی پښتون نه دی
د پښتون نظر مدام په ننګ و نام وی
چی نظر يی په پيسو وی پښتون نه دی
پښتون هرکله طالب دخپل شرف دی
چی طالب دسپينو سرو وی پښتون نه دی
پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وی
چی په دروغ يی ګفتګو وی پښتون نه دی
پښتون نشی باداری دچا منلی
چی اختيار يی دپردو وی پښتون نه دی
په نصيب دملنګ جان دغه مسری شوی
چی خپه په دی مسرو شی پښتون نه دی
( یو بل شاعر بیا وایی )
هسي مېنه مي تالا ده چي پښتون یم
بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم
دبل چا وینه د سرو زرو په بیه
خوزما وینه وړیا ده چي پښتون یم
هر چي بل ئې هست و نیست په غینمت وړي
هغه چاره نن په ماده چي پښتون یم
ماشومان مي په بمونو باندي وژني
په ما جوړه کربلا ده چي پښتون یم
ما په زوره دخپل کورکلي څه باسي
وائې همدغه دي سزا ده چي پښتون یم
خ . ه . حیدري
په پای کښی د الله ( ج ) څخه تاسو ته پردی خبرو د عمل کولو ، د نړی د هرگوټ پښتنو ته د خوشحاله ژوند او د لر او بر افغانو ته د یو موټی کیدو دعا کوم.
په مننی