کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٦ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

کندهار : د ١٦ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

دکندهار ولايت په پنجوايي اولسوالۍ کي تېره شپه د ځانګړو افغان ځواکونو او ملي پوليسو د ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال ١٦ وسله وال وژل سوي دي.
تېره شپه څلور بجې ځانګړو افغان ځواکونو د ملي پوليسو سره يو ځاى د يادي اولسوالۍ د قاسم رباط، ملااشرف او ملا دولت په کليو کي ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چي په نتيجه کي يې ياد کسان وژل سوي دي.
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي د وژل سوو کسانو مړي د يادو پېښو په سيمو کي پراته دي.
د يادوني وړ ده چي خپله وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.