کور / تازه خبرونه / سلاخ خانې ته نژدې کورنۍ د سلاخ خانې څخه تنګ سوي

سلاخ خانې ته نژدې کورنۍ د سلاخ خانې څخه تنګ سوي

د کندهار ښار د حاجي عرب او ښکارپور دروازي په سلګونو کورنۍ د دوى د اوسيدو سيمو ته نژدي د مسلخ يا سلاخ خاني له ستوالي شکايت کوي.
خوبلخوابيا دچاپيريال ساتني درياست مسئولين هم دښاريانوياده ستونزه مني اووايي، يادى سلاخ خاني د سيمي چاپيريال سخت زيانمن کړى دى، بل لورى ته بيا دکندهارښاروالۍ مسؤلين وايي، دوى د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د کوتل مرچي په سيمه کي د يوه پراخ مسلخ ياسلاخ خاني د جوړيدو کار بشپړيدو ته نژدي کړى دى.
د سيمي خلګ وايي د دوى کورونو ته نژدي سلاخ خاني د ټولي سيمي او ان په ټول ښار کي بدبويه خپره کړي، د ډيرو کثافاتو له امله زياتو غوماشو، مچانو اونورو خزندي د دوى ژوند تريخ کړى دى. ښاريان وايي د کورونو او دوکانونو په منځ کي ياد سلاخ خاني يامسلخ دومره په تکليف کړي دي، چي اوس مجبوره دي، ترڅو خپل کورونه پريږدي او د ښار بلي سيمي ته کډه وکړي.
————-
همدارنګه ددي سيمي خلګ زياتوي د سلاخ خاني د موجوديت له امله يي د کورنۍ غړي په بيلا بيلو ناروغيو اخته سوي او که يي غم ونه خوړل سي، نو امکان لري، چي له ککړچاپيريال څخه راپيدا سوي ناروغۍ د ښار نورو سيمو ته هم خپري سي. په ميرويس حوزوي روغتون کي يوتن ډاکټر امان لله هاشمي هم د کورونو په منځ کي د مسلخ موجوديت د ناروغيو او چاپيريال د ککړتيا يو لوى سبب ګڼي . د نوموړي په قول په مسلخ کي د حلال سويو حيواناتو ويني، بدبويي او کثافاتو ډيري تنفسي او نوري ناروغۍ رامنځته کوي، چي که پر وخت يي غم ونه خوړل سي، نو د انسان دمړيني سبب ګرځي.
————-
د کندهار د چاپيريال ساتني په رياست کي د پلان مدير لعل شاه بيا وايي، دوى څو ځله د خلګو د شکايتونو پر بنسټ سيمه له نژدي ليدلي او ورته معلوومه سوي ده، چي يادى سلاخ خاني د سيمي چاپيريال سخت زيانمن کړى دى. د لعل شاه په خبره د خلګو کورونو ته نژدي د مسلخ شتون د هيڅ ډول چاپيريال له اصولوسره برابر نه دى او په کار ده، چي ډير ژر د سيمي خلګ له دي ناسور څخه وژغورل سي.
————-
د کندهار ښاروالۍ مسؤلين وايي، دوى هم د ښاريانو له دي ستونزي خبر دي او په دي اړه يي عملي اقدام کړى دى. د ياد رياست وياند زمرى څرګندوايي ، اوس يي د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د کوتل مرچي په سيمه کي ديو پراخ مسلخ ياسلاخ خاني د جوړيدو کار بشپړيدو ته نژدي کړى دى. څرګند زياتوي پدغه نوي مسلخ کي د قصابانو لپاره د اسانتياو ترڅنګ د چاپيريال ساتني ته هم پکښي کلکه پاملرنه سوي ده.
————-
خو کندهار ښاريان بيا وايي، نوي سلاخ خانه د غره په لمن کي جوړ سوى دى او که چيري د باران له امله د سيلاب اوبه زياتي سي ، نو ډير امکان لري، چي د سلاخ خاني ټول کثافات په کندهار ښار کي کورونو او هټيو ته ننباسي او د ښار چاپيريال نور هم ککړ کړي.