کور / تازه خبرونه / ولسي جرګّه دکورنیوچارووزیر استيضاح ته راغواړي

ولسي جرګّه دکورنیوچارووزیر استيضاح ته راغواړي

ا

ولسي جرګې دنن ورځي په عمومي غونډه کې،پریکړه وکړه چي دکورنیو چارو وزیرغلام مجتبی پتنګ داستيضاح لپاره عمومي غونډۍ ته راوغواړی.
په ولسي جرګې يوشمېرغړي وایې ،چې ولسي جرګې څوځله په هېوادکې دامنیتي حالت دخرابېدلو په اړه، ددغې جرګې غړوته دځواب ويلولپاره دکورنيوچارو وزير ورغوښتی دی؛خونوموړی ولسي جرګې ته نه دی راغلی.
يو شمېروکيلانو عمومي غونډو او کمېسیونو ته دکورنيو چارو دوزيرنه ورتګ ولسي جرګې ته سپکاوی وباله اوله همدې امله یې دنوموړي داستيضاح په موخه، دنومونو د لیکلو اولاسليکونو راټولولو لړۍ پیل کړه.
په پای کې دولسي جرګې دويم مرستيال محمدصالح سلجوقي، چې دجرګې مشري یې په غاړه وه، وویل چې په نږدې راتلونکي کې به دولسي جرګې درییسانوګډه غونډه،دکورنیو چارو دوزیرمجتبی پتنګ داستيضاح کولونېټه معلومه کړي.
دیادونې وړده، چې دولسي جرګې دشنبې ورځې عمومي غونډه، په هېوادکې د امنیتي حالت دخرابېدلو په اړه،دکورنیو چارو اوملي دفاع دوزیرانو اودملي امنیت او سيمه ییزو ارګانونو درییسانو داستجواب لپاره ځانګړې شوې وه؛خو غونډې ته یوازې د دفاع وزیربسم الله محمدي حاضرشو،چې نوموړی هم داستجواب له بهيرپرته، دوکيلانو له خوا رخصت کړای شو.
څه موده مخکي دکورنیوچارووزیرپروکیلانو تورلګولی وو،چي درپارلمان وکیلان دهغه څخه دغیرقانوني غوښتنو اوکړونو له پاره څه کم(۱۵۰۰) غوښتني درلودي. ولي وکیلان بیاوایې چي وزیردي دهغووکیلانونومونه واخلي کوم،چي دهغه څخه یې دغیری قا نوني غوښتونو ادعاوي کړی دي.