په كندهار كي هغه شپږ تنه ونيول سوه چي غوښتل يې هند هيواد ته نشه يې توكي انتقال كړي .
امنتي مسولين وايې چي يادو كسانو هيرون د كفسول په ډول په ډير مهارت سره خوړلي وه .
نيول سوي شپږ تنه چي د كندهار او فراه ولايتونو اوسيدونكي دي تيره اوني د كندهار په نړيوال هوايي ډګر كي د پوليسو له لوري د پلټنو پرمهال ونيول سول .
د كندهار امنتي مسولين وايې چي نيول سوو كسانو له ۲۰۰۰ ګرامه زيات هيروين د كفسول په ډول خوړلې وه او غوښتل يې هند هيواد ته يې انتقال كړي .
نيول سوي كسان وايې چي دا كار يې د پيسو په مقابل كي د مجبوري له مخي كړې ، په خبره يې چي د لسو كفسولو په بدل كي يې لس زره افغاني وركولې .
نيول سوي كسان وايې كه چير په كور دننه ورته د كار كولو زمينه برابره سي د ځان په څير نور ځوانان به هم دداډول كړونو څخه لاس واخلي .
يو شمير ټولنپوهان د مخالفينو په ليكو كي د ځوانانو شتون ، په نشه يې توكو د ځوانانو اخته كيدل ، قاچاق ، له دولت سره د ځوانانو مخالفتينونه او د ورته نورو ستونزو زيږنده د كار نشتوالي يادوي .
د كندهار امنتي مسولين په ښار كي هره اوني د خپلو لاسته راوړنو پرمهال د نشه يې توكو د پلورونكو د نيولو خبر وركوي .