په پنجوايي ولسوالۍ کي د طالبانو يو قومندان و نيول سو
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان په سيمه کي د طالبانو يو تن سيمه ييز قومندان په سيمه کي دورانکارو فعاليتونو په تړاو نيول سوى، د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتره د خپري سوي خبرپاڼي له مخي ، ياد طالب قومندان چي هدايت الله نوميږي او د تلوکان په سيمه کي دوسلوال فعاليتونو او تنظيمولو مسؤليت په غاړه لرل تېره ورځ د ملي اردو له خوا نيول سوى او عدلي او قضايي اورګانو ته د تحقيقاتو په موخه سپارل سوى
د بلي خوا نن سهار د همدي ولسوالۍ په ياده سيمه کي ملي پوليسو او ملي اردو د خپلو ګډو عملياتو په ترڅ کي ٦ کړۍ ماينونه کشف او له منځ وړي.
طالبانو په دي اړه څه ندي ويلي .