کور / تازه خبرونه / زرمت: بمي چاودني د زرمت ولسوال ټپي او ۲ بهرنيان ووژل

زرمت: بمي چاودني د زرمت ولسوال ټپي او ۲ بهرنيان ووژل

د پکتيا ولايت د  زرمت په ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو پرکاروان بمي چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه ايساف سرتيري وژل شوي او د همدې د زرمت سيمې ولسوال پكې  ټپي شوى دى.


په خوست د ناټوځواكونو مطبوعاتې دفتر وايي چې د سه شنبې په ورځ دوې بجې مهال د پكتياولايت د زرمت ولسوالۍ د ټټنګ په نوم سيمه كې دايساف ځواكونه چې دسيمې ولسوال هم ورسره ملګرى په ګزمه بوخت وو چې په موټر يې د ريموټ كنټرول بمي چاودنه وشوه،


خبرځاى وايي چې پدې پېښه كې دوه تنه ايساف سرتيري ووژل شول اوموټريې هم ويجاړشو