کور / تازه خبرونه / په هلمند كې د ښځينه نرسانود روزنې د مركزودانې جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل شوه

په هلمند كې د ښځينه نرسانود روزنې د مركزودانې جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل شوه

هلمند:لراوبرته دهلمند ولایت څخه په یوه رالیږل شوی لیک کي راغلي چي ياده شوې ودانې دچهارشنبې په ورځ ديولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې دهلمند والي الحاج محمدنعيم،دعامې روغتيا رئيس اوځينونورومسؤلينوگډون درلود دپټي په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ددې پرانيستې پرمهال دهلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې نوموړې ودانې په دوه پوړه كې چې شپاړس خونې مجهزتشنابونه اونورې ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول شوې دي ديوكال په موده كې دميشتې ولايتي بيارغونې ډلې ياپي آرټي لخواد ۱۸میليونه افغانيوپه لگښت جوړه شویده.

دنوموړي په وينا چې په نوموړي مركزكې به په هرودوه نيموكلونوكې ۳۸ تنه ښځينه نرسانې روزل كيږي چې ددوى دليليې امكانات هم په پام كې نيول شوي اود يادوشويونرسانوپه فارغيدوسره به په ولسواليوكې ترډيره دموراوماشوم دمړينې په كچه دپام وړكموالي راشي.
په همدې حال كې دهلمند د عامې روغتيا رئيس ډاكترعنايت الله غفاري وويل چې دا مهال په هلمند كې ترډيره روغتيايي خدمتونه په ښه ډول پرمخ روان دي اوكه په دې برخه كې دخلكو همكاري نوره هم زياته شي نود روغتيايي خدمتونوكيفيت به ددې ولايت په ليرې پرتوسيموكې نورهم لوړشي.