په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې د سه شنبې په شپه يې د زرمت ولسوالۍ په ګلدادخېلو سيمه كې د وسله والو يوه ډله، د پوځي چورلكو په هوايي بريد كې په نښه كړې او د هغوى پېنځه تنه يې وژلي دي.
دوى څو شپې وړاندې په همداسې په يوه بريد كې د دريو نورو وسله والو د وژلو خبرهم وركړى ؤ.
كه څه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو پېښې ته نږدې اوسيدونكي وايي، چې له بريد او وژنې خبر دي، خو د څرنګوالي په اړه يې معلومات نه لري