د کندهار ولايت د پنجوايي اولسوالۍ د زنګوات په ساحه کي د سړک د غاړي د ماين چاودني له امله دوو کوچنيو هلکانو خپلي پښې له لاسه ورکړي دي.
ياد کوچنيان د دې لاري څخه د تېرېدو په حال کي ول، چي پر يوه ښخ سوي ماين ختلي چي په پايله کي ئې د يوه کوچني دواړي پښې او دوهم کوچني د خپل دواړه پښو سره يو لاس هم له لاسه ورکړي دي.
دغه کوچنيانان د پېښي څخه وروسته سم دستي، د سيمي د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته وړل سوي او دا مهال تر درملني لاندي دي.