د پکتيا د زرمت او وزې ځدراڼو اولسوالئ قومي مشرانو وايي که په نا امنو سيمو کي د روغوني او پرمختيايي پروژو د پلي کولو له پاره همکاري کولو ته تيار دي خو دوى د پکتيا ولايتي اداره په دې تورنوي چي تر اوسه ئې د دوى په سيمو کي د بيارغوني کارونه نه دي کړي د پکتيا د کليو پراختيا او بيا رغوني رئېس د خلکو يادي ستونزي مني خو وايي چي د خلکو په همکارۍ به بېرته په نوموړو سيمو کي د رغوني چاري پيل کړي.
د پکتيا د زرمت او وزې ځدراڼو اولسوالۍ قومي مشرانو دا څرګندوني په يوه غونډه کي چي د کليو پرختيا او بيا رغوني تر چتر لاندي د ثبات يا (سيکا) پروګرام له لوري جوړه سوې وه وکړې .
دوى وايي چي په يادو اولسواليو کې د پرمختيايي پروژو د پلي کولو له پاره امنيتي وضعه د ډاډ وړ ده او په يادو اولسواليو کي د دولت له لوري د خلکو د ستونزو د ليري کولو له پاره هيڅ کار نه دئ سوى.
دوى وايي ، د سيمي د خلکو ستونزي به د ثبات پروګرام په مټ له دولتي ادارو سره شريکي کړي او د حل لار به ورته وګوري.
د پکتيا د کليو پراختيا او بيا رغوني رئېس انجنير رحمت الله سروري دا مني چي په يادو اولسواليو کي د بيارغوني چاري څو کاله وړاندې پيل سوي وې خو د امنيتي ستونزو له کبله د خنډونو سره مخ سوې خو وايي چي د خلکو په همکارۍ سره به ژر تر ژره ورته د حل لاره پيدا کړي.
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي وسله والو طالبانو په يوه اعلاميه کي په ډاګه کړه چي ټولګټو پروژو او د هغوى د رغووني کسانو ته هيڅ نه وايي او نه ئې هم ممانعت کوي.