کور / تازه خبرونه / كندهار: ۱۵ تنه طالبان وژل سوي دي .

كندهار: ۱۵ تنه طالبان وژل سوي دي .

په شاولی کوټ کي ١٥ طالبان وژل سوي دي
د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي د محلي پوليسو او طالبانو ترمنځ په يوه نښته کي ١٥ طالبان وژل سوي دي.
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه راغلي چي وړمه شپه دوې بجې د وسلوالو طالبانو يوې ډلې د يادي ولسوالۍ د لوى کاريز په ساحه کي د محلي پوليسو پر يوه پوسته حمله وکړه چي په نتيجه کي يې د ملي پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه.
د دواړو لوريو ترمنځ د څو ساعته نښتي څخه وروسته محلي پوليس په ډيره ښه توګه وتوانېدل چي وسلوالو طالبانو ته ماته ورکړي او د هغوى ١٥ تنه افراد په وسلوال مقاومت کي ووژني.
تر اوسه په دي اړه طالبانو څه ندي ويلي