کور / تازه خبرونه / كندهار: د يوه طالب د وژلو او دريو نورو د ټپي كيدو ادعا سوي .

كندهار: د يوه طالب د وژلو او دريو نورو د ټپي كيدو ادعا سوي .

په پنجوايي کي درو تنو طالبانو ته مرگ ژوبله وا وښته

د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي تېره ورځ ماپښين د پوليسو او وسلوالو مخالفينو په يوه نښته کي درو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او يو تن ملي پوليس زخمي سوى دى.
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي دغه نښته چي ديادي ولسوالۍ د تلوکانو په ساحه کي رامنځ ته سوې وه ،په نتيجه کي ېې يو تن طالب مړ او دوه نور ژوبل سول. په دغه نښته کي همداراز د ملي پوليسو يو تن سر تېرى هم ټپي سو ى دى .
تر اوسه د يادي پېښي په اړه طالبانو څه ندي ويلي .