د سوداګرۍ او صنايعو رياست د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه
نن په کندهار ولايت کي د سوداګرۍ او صنايعو رياست د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره دکندهار والي له خوا کښېښودل سوه .
د ياد رياست لپاره د نوي تعمير د بنسټ ډبري ايښودلو پرمهال کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د غه ودانۍ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لوري د ١٥ مليونه افغانيو په لګښت په دوه پوړه کي جوړيږي.
هغه زياته کړه چي دغه ودانۍ ١٤ کاري دفترونه لري او د رغوني کار به يې د نهوو مياشتو په اوږدو کي د يوه سيمه ييز افغاني شرکت لخوا پاى ته ورسيږي.
هغه هيله وښوده چي ياده ودانۍ به په اساسي او معياري توګه جوړه سي او د کار دجريان څخه بايد په صحي توګه څارنه او نظارت وسي څو نوموړى ودانۍ په بنسټيزه توګه جوړ او په اړونده برخه کي ستونزي او مشکلات له منځه ولاړ سي.
کندهار والي د تجارت او صنايعو او د ښاري پراختياي رياستونو ته وظيفه وسپارله چي د ودانۍد رغوني له کار څخه پر وخت او زمان باندي څارنه وکړه او ځان ډاډه کړي چي کارونه يې د سوي قرارداد سره سم پر مخ ولاړ سي.