د کندهار پوهنتون د زرعت د پوهنځي څخه (٥٥) تنه محصلين فارغ سول
د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځي ٥٥ تنو زدکوونکو د زدکړو تر بشپړېدو وروسته نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي فراغت ليکونه تر لاسه کړل.
په فراغت غونډه کي د پوهنتون د مشرتابه هيئت ترڅنګ سلګونه محصلينو، ښوونکو، د دولتي ادارو استازو او د ولايتي شورا غړو برخه اخستې وه.
د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل غونډي ته په خپله پرانستونکې وينا کي يادو فارغينو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل چي د ياد پوهنځي محصلين د مالدارۍ، د نباتاتو ژغورنې او اګرانومۍ په برخو کي روزل سوي او نن خپل فراغت ليکونه ترلاسه کوي.
نوموړى خوښي وښوده چي د زراعت له برخې چي د کندهار او سهيلي حوزې د اقتصادي ودي لپاره تر ټولو ښه منبع ګڼل کيږي ٥٥ تنه ځوانان فارغيږي او ټولني ته دخدمت لپاره وړاندي کيږي.
هغه فارغه سوو محصلينو ته په خطاب کي وويل چي دخپلي زده کړي څخه په استفادې، په دې برخه کي کار وکړي او د خپل هيواد او ټولني لپاره د خدمت مصدر وګرځي.
په دغه غونډه کي د ولايتي شورا حاضرو استازو په خپلو ويناو کي وويل چي کرهڼه د افغانستان د اقتصاد يوه مهمه برخه تشکيلوي او دوي وياړي چي نن د كندهار پوهنتون څخه د همدې برخي د فارغينو په وياړ په جوړو سوو مراسمو کي ګډون کوي. هغوى وويل، كه ياد محصلين خپل مسؤليتونه درک کړي او د کرهڼي په برخه کي کار وکړي نو په اړونده برخه کي به ستونزي له منځه ولاړي سي.
ددې غونډي يو شمېر نورو ګډونوالو هم پر يادومحصلينو ږغ وكړ، څو د خپلي زده کړي او ترلاسه سوي مسلک څخه په استفادې کار او خپل هيواد او خلګو ته خدمت وکړي.