کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګي بريد ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

کندهار: ځانمرګي بريد ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

د سپين بولدك په ولسوالي كي ځانمرګي بريد لسو تنو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه نن سهار نهه نيمي بجي د سپين بولدك ولسوالي د ويش په بازار كي هغه مهال سوې كله چي يو تن ځانمركي بريد كوونكي د چاوديدونكو توكو سره د پولي له ها غاړي را اوښتي او سرحدي پوليسو ورته د تلاښي لپاره د دريدو ږغ كړي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي په پيښه كي يو ملكي او يو هم سرحدي پوليس وژل سوي او دوه نور سرحدي پوليس او شپږ تنه ملكي كسان ټپيان سوي دي .
د سپين بولدك ولسوالي ولسوال محمد هاشم اغا بيا وايي چي په پېښه كي د سيمي د يوې سرحدي پوستي قوماندان اخترمحمد هم وژل سوى دى .
د پيښي مسوليت تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي .