وروسته له دي چي افغان ولسمشر حامدکرزي په بيا بيا د خبري غونډو پر مهال ويلي چي په قطر کي يي د افغانستان د تبا کيدو دسيسه شنډه کړي ور سره سم وسله والو طالبانو د کرزي دا خبري رد کړي دي.
افغان اولسمشر حامد کرزي په څو ځله ځيني هيوادونه د پاکستان په ګډون د افغانستان په تجزيه کيدو تورن کړل ولي وايي چي دا دسيسه يي شنډه کړې.
ها خوا بيا وسله والو طالبانو په خپله يوه خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي دي چي هيڅ کله يي د افغانستان د تجزيه کيدو هڅه نه ده کړې او څومره وخت چي يي جګړه کړي موخه يي د افغانستان يو موټي کيدل دي.
د طالبانو په دي خبرپاڼه کي راغلي دي چي افغان ولسمشر تبليغات کوي پرته له دي چي کوم اسناد ولري د افغانستان د تجزيه کيدو خبري کوي.
د افغانستان ولسمشر د انګلستان د لومړي وزير ډيويډ کيمرون سره په يوه خبري غونډه کي ويلي وه چي ګني پاکستان او ځيني هيوادونه غواړي افغانستان وويشي او طالبانو ته واک ورکړي.