افغان اولسمشر حامد کرزى وايي د اندونيزيا له لوري پانګونه به دوه اړخيزي اړيکي غښتلي کي.
د افغانستان د اولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د احمد فرهاد حميد په مشرۍ د اندونيزيا يو پلاوي له ولسمشر کرزي سره په کتنه کي ويلي چي هيواد ئي د افغان پوليسو د ظرفيت لوړوني، له پوهني او ستري محکمي سره مرستو ته لېوال دئ.
په دې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه پلاوي د افغان دولت سره د ملاتړ ژمنه کړې او هم ئي په افغانستان کي د نوي پرمختګونو يادونه کړې ده.
سرچينه وايي ولسمشر په دغو برخو کي مرستو ته د دوى له ليوالتيا د منني په ترڅ کي ويلي چي په افغانستان کي د پانګوني له پاره مناسب فرصتونه دي او اندنيزيايي پانګوال کولاى سي په افغانستان کي پانګونه وکړي چي د دواړو لورو په ګټه ده.
ولسمشر حامد کرزي ټينګار کړى چي د اندونيزيا د پانګه والو له لوري په افغانستان کي پانګونه به د افغانستان پر اقتصاد اغېز وکړي او هم به د دې دواړو هيوادونو تر منځ اوسنۍ اړيکي نوري هم ټينګي سي.