کور / تازه خبرونه / د کابل په پروني ډليز بريد کي ٧ کسان وژل سوي

د کابل په پروني ډليز بريد کي ٧ کسان وژل سوي

د کابل ښار په ختيځ کي د سپريم شرکت اړوند پر يوي ودانۍ د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کي د څلورو نيپالي ساتونکو په ګډون ٧ تنه وژل سوي دي
د کابل امنيه قومانداني وايي، چي درييو وسله والو تېره ورځ څلور نيمي بجي د نهمي امنيتي حوزي اړوند د ډسپيچري په سيمه کي بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو د لوجستيکي شرکت پر يوي ودانۍ بريد وکى.
سرچينه زياتوي، چي يوه بريد کوونکي له چاوديدونکو توکو ډک لارۍ موټر ته په دروازه کي چاودنه ورکړي او دوو نورو يي جګړه پيل کړه.د کابل د پوليسو قوماندان جنرال ايوب سالنګي په سيمه کي خبريالانو ته وويل، چي تر يوه ساعت جګړي وروسته دواړه بريد کوونکي ووژل سول او اوس سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندي ده.د هغه په وينا، په دي پيښه کي د ياد شرکت څلور نيپالي، يو افغان ساتونکی او دوه افغان موټر چلوونکي وژل سوي دي.د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، چي بريد کوونکي دري تنه وو، يوه يي ځان ته په دروازه کي چاودنه ورکړي او دوه نور په جګړه کي ووژل سول.د هغه په وينا، په دي پيښه کي د اوو تنو د وژل کيدو ترڅنګ پنځه عام وګړي هم ټپيان سوي دي.
د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دئ او د لسونو بهرنيو او کورنيو عسکرو د وژلو ادعا کوي.