کور / تازه خبرونه / پاکستان افغان کډوالو ته پالیسی جوړوي

پاکستان افغان کډوالو ته پالیسی جوړوي

اسلام اباد: د پاکستان د سرحداتو د وزارت (سفران) د راجستر شویو افغان کډوالوپه اړه يوه خبرتيا خپره کړې چې په کې څرگنده شوې ده د پاکستان حکومت د هغه افغان کډوالو په هکله چی د کال ۲۰۱۳ د جون د میاشتی د دیرشمی نیټې څخه وروسته خپل هیواد ته ستنیږي ، په پالیسی جوړولو بوخت او ډیر ژر به په دی هکله پریکړه وکړی. • ځکه نو د پاکستان د سرحداتو وزارت (سفران ) د پاکستان د ایالاتو ټولو امنیتی او استخباراتی چارواکو ته هدایت کړی دی چی تر راروانی پریکړی پوری ، راجستر شوی افغان کډوال بیځایه و نه ځوری.