کور / تازه خبرونه / شازیه رمضان ته برتانیا کې د زده کړو ویزه ورکړل شوې

شازیه رمضان ته برتانیا کې د زده کړو ویزه ورکړل شوې

لندن : دبي بي سي د خبر له مخې پروسږ کال د سوات په مېنګوره کې د وسله والو ‌طالبانو په برید کې له ملالې یوسفزۍ سره یوه بله ټپي شوې نجلۍ شازیه رمضان ته برتانیا کې د زده کړو ویزه ورکړل شوې.د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ۱۵ کلنې شازیې برمنګهم ته له رسېدو سره سم له خپلې ملګرې ملالې سره ولیدل.پروسږ کال د اکتوبر میاشت کې د ښوونځي په ګاډي کې د وسله والو له برید سره له مخامخ کېدو وروسته دا د دواړو لومړۍ لیدنه وه. د یادونې ده، چې د دواړو نجونو د زده کړو لګښت د برتانیا د پخواني لومړي وزیر ګورډن براون دفتر پر غاړه اخیستی.ګورډن براون اوس په نړیواله کچه د تعلیم د ودې لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه کار کوي. ملاله پروسږ کال پر سر د مرمۍ لګېدو وروسته برتانیا ته ولېږدوله شوه.له روغتیا وروسته د تېر مارچ په میاشت کې ملالې بیا ښوونځي ته تګ پیل کړ.شازیه رمضان ته هم د ګورډن براون د ادراې آ ورلډ اټ اسکول او نورو خیریه موسسو په مرسته برتانیا کې د زده کړو تر لاسه کولو زمینه برابره شوې.ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د یوه سمبول په څېر مشهوره شوه. د آ ورلډ اټ اسکول پر ویبپاڼه یوه پیغام کې شازیې ویلي، چې برتانیا کې د زده کړو لپاره په فرصت موندلو ډېره خوښه یم، زه به کوښښ وکړم، چې ډاکټره شم.هغې لیکلې، ډېر مې زړه غوښتل، چې خپل هېواد کې واوسم او زده کړې وکړم، خو د پرله پسې ګواښونو له کبله نور داسې ممکنه نه وه. هغې په خپل پیغام کې غوښتي ( که هر څنګه حالات وي، خپلې زده کړې مه پرېږدﺉ )ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د یوه سمبول په څېر مشهوره شوه. ملالې ته یو شمېر نړیوالې جایزې ورکړلې شوې او د نوبل جایزې لپاره یې هم نوم د کاندیدانو په لست کې شامل دی