کوهاټ: د تېر کال په څير د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې څخه را پدېخوا په کوهاټ او ورسره شاوخوا افغان کمپونو کې د برېښنا لينونه قطعه شول چې لامله يې په دې سخته ګرمۍ کې کوچنيان، زاړه او ناروغان له سختو کړاونو سره مخامخ دي. د واپډا ځايي مسولين وايي چې په کيمپونو کې د تېر کال په څير په ټيکدارانو د بيلونو بقاياجات پاتې دي او لا تر اوسه يې واپډا ته نه دې سپارلې. خو له بله پلوه ټيکداران وايي چې دوى ټول بقاياجات وصول کړي دي او د واپډا ورباندې هېڅ قسم بقايا نه لري. ددې ستونزې په اړه افغاني کډوال وايي که ستونزه د هر چا له پلوه ده له هغوى سره دې حل شي. کډوالو خپلې مياشتني بيلونه پوره پوره ټيکدارانو ته ور کړي دي او لا تېر کال يې له افغان کډوالو نه دهمدې ستونزې د حل لپاره په يو ميټر په سر زر کالدارې اخيستي دي او دا ژمنه ورسره شوې وه چې اينده به ددوى برېښنا نه قطع کېږي. د کوهاټ په ګمکول کيمپ کې ميشته کډوال عبدالرحمن وايي: زموږ ګناه په دې کې څه ده که معامله ده د واپډا او افغان ټيکدارانو ده چې مسله بايد زر تر زره حل کړي. قومي مشران حاجي طاهر دولتزى،ولايت خان، خيرمحمد خوږياڼيوال له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دولت دې د ټيکدارۍ له نظام څخه پرته موږ ته د برېښنا لينونه راکړې څو زموږ معامله د واپډا سره مخامخ شي. ځکه څو وارې له ټيکدارنو سره دا مسله مطرح شوې ده خو کوم حل يې نه دى راوتلى. په کوهاټ کې د برېښنا افغان ټيکداران وايي چې دا مشکل په ټول پاکستان کې دى خو کله چې له نورو کيمپونو کې له افغان کډوالو سره تماس ونيول شو په نورو کيمپونو کې بيا دا ستونزه نه ده موجوده . افغان کډوالو له پاکستاني چارواکو او يو اين ايچ سي ار او افغان کمشنريټ له ادارو نه وغوښتل چې مسله دې جدې حل کړې او پاملرنه دې ورته وکړي.