کراچۍ:د پاکستان په کراچۍ کې د بمي چاودنې له کبله ٩کسان وژل شوي وژل شويوکې شپږ پولیس هم دي او د سند سترې محکمې مشر قاضي مقبول باقر په گډون یو شمېر کسان ټپیان دي. چاودنه د ښار برنس روډ سیمې کې د ایالتي سترې محکمې دروازې ته څېرمه. هغه مهال وشوه، چې د سند سترې محکمې مشر قاضي مقبول باقر د ګاډو کتار له دغه ځایه د تېرېدو په حال کې و. د پولیسو یوه مشر امیر شیخ وویل، چې د برید هدف مشر قاضي مقبول باقر و. د نوموړي په خبره برید کې د مقبول باقر ډریور هم وژل شوی. او نوموړي ټپي دى د پېښې ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.