د غزني ولایت چارواکي وايي ۱۰ وسله وال ئې وژلي دي.
د غزني ولایت چارواکي وايي چي په زنخان اولسوالۍ کي د عملیاتو پرمهال لس وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي چي یاد عملیات وړمه شپه په یاده اولسوالۍ کي د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره سوي دي.
د نوموړي په خبره چي د څلورو وسله والو مړي د جګړي په ډګر کي پاته دي او له دوی څخه یو شمير وسلي،او موټر سایکلونه هم نيول سوي دي.
زنخان د غزني ښار ختیځ ته په شل کیلو مترۍ کي پرته اولسوالي ده چي ډېر وختونه ئي د نا امنیو راپورونه ورکول کېږي.
تر اوسه پوري کومي ډلي د دې پېښي په اړه څه نه دي ويلي.