د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون په قطر کي د طالبانو د دفتر له پرانیستل کيدو وروسته د رامنځ ته سوو لانجو په اړه بحث وکړى.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي د سولي د عالي شورا د دارالانشا رییس د سولي د خبرو اترو او د قطر د دفتر د پرانیستل کيدو په اړه پرونۍ غونډي ته معلومات ورکړل.
معصوم ستانکزي ډاډ ورکړى چي، د طالبانو لوحه په قطر کي د طالبانو له دفتر څخه لیري سوې او بیرغ ئي هم راکښته سوى دئ.
غونډي د قطر د دفتر د پرانیستل کيدو په برخه کي د افغانستان د ټولو خلکو، ملي شورا او مدني ټولني د ګډ دریځ ستاینه وکړه.