کور / تازه خبرونه / جان کېري : تر ٢٠١٤ کال وروسته د هند د ونډي غوښتنه کړې

جان کېري : تر ٢٠١٤ کال وروسته د هند د ونډي غوښتنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري په افغانستان کي له ۲۰۱۴ کال وروسته د هند له پاره د پراخي ونډي غوښتنه کړې.
کيري چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه ئي هند ته دا لومړی سفر دئ زیاته کړه چي هند د افغانستان د راتلونکي کال د آزادو او عادلانه انتخاباتو په کولو کي مهم رول لوبولای سي.
ده زیاته کړه چي ټول باید په ګډه په افغانستان کي د ټولو په ګډون د مشروع او ډیموکراتیکو انتخاباتو د بهیر ملاتړ وکړي څو افغانان په ګډه هغه نوی مشر وټاکي چي د ولسمشرحامدکرزي په مشرۍ په تيرو څو کلونو کي ترلاسه سوو اقتصادي او ټولنیزو بریاوو ته دوام ورکړي.