د لبنان له صيدا ښار څخه پرون د يوه سني ملا د پلويانو او پوځ ترمنځ د شخړو راپورونه ورکړل سوي دي.
په دې بندري ښار کي لږ تر لږه دوولس کسان په جګړه کي وژل سوي دي.
وروسته تر هغه چي تيره اوونۍ د سني او شيعه جنګياليو ترمنځ تاوتريخوالى ولاړ سو، دغه سيمه نا امنه سوې ده.
پرونۍ شخړه هغه وخت پيل سوه چي پوليسو په يوه پوسته کي د ملا شيخ احمد الاسير يو پلوى ونيوى. د اسير نورو کسانو د خپل ملګري په بدل کي د ښار پر امنيتي ځواکونو حمله وکړه. دوى په ټول لبنان کي د دي ملا پر نورو ملاتړ کوونکو ږغ وکړى، چي لارو اوکوڅو ته را ووزي.