د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي د دغه ولایت په دري
(چک،سیداباد،نرخ ) ولسوالیو کي د ملي پیستون او سیکا پروګرام له لوري تر
دا مهاله دوه دیرش پروژي پلي شوي او یوسلو شل نوري پروژي به په څو
راتلوونکو ورځو کي بشپړي شي.
نوموړي زیاته کړه همدا راز سږ کال به په جلریز،چک،سیداباد او نرخ
ولسوالیو کي د سیکا پروګرام له لوري شپږ سوه او د ملي پیستون پروګرام له
لوري دوه سوه اتیا نوري پروژي چي ځیني اوس مهال تر کار لاندي هم دي بشپړي
شي.
ده وویل : په دغه لویو او وړو پروژو کي د څاه ګانو او کاریزونو
کیندلو،سړکونو او بندونو جوړولو،د ظرفیتونو د لوړولي د پروګرامونو سربیره
ديرش ډوله بيلابيلي پروژي شاملي دي،چي د ولسونو لخوا د دوی په غوښتنه پلي
کیږي .
د کلیو پراختیا او بیا رغاوني رئیس ښاغلي جان محمد حکمتجو وویل : د سیکا
پروګرام چي د روان کال غبرګولي په میاشت کي په دغه ولایت کي په کار پیل
کړی او په دغه موده کي دپروژو پراختیايي پلان د ولسوالیو او کلیوالي
شوراګانو سره جوړ کړی،تردا مهاله یي د پلان جوړوني په موخه بيلابيلو
ورکشاپونو په ورکولو سره د پنځه سوه شپږ نوي میرمنو په ګډون نولس سوه دري
اتیا کسانو ته روزنه ورکړي ده.
که څه هم نوموړي د سیکا پرورګرام د شپږ سوه پروژو د بودیجي په اړه څه ونه
ویل خو زیاته یي کړه د ملي پیستون له لاري دوه سوه شپږ څلویښت میلیونه
افغانۍ به په سږني کال کي به دغه ولایت کي د بيلابيلو پروژو چي تر کار
لاندي او په پلان کي دي ولګول شي.
دا په داسي حال کي ده،چي د یادو پروژو د لاښه تطبیق په موخه په نوموړو
ولسوالیو کي نږدي څلور سوه شوراګاني جوړي شي،ترڅو عملي چاري ترسره او هم
تري څارنه وکړي.
د یادوني وړده،چي په کلیدي سیمو کي د ثبات پروګرام تر عنوان لاندي نن (سي
شبنه) په جوړه شوي غونډه کي د دغه ولایت د والي سربیره د یوشمیر ادارو
مسؤلینو،ولسوالانو،قومي مشرانو، د شوراګانو غړو او یو شمیر نورو ګډون کړی
وو