کور / تازه خبرونه / جیمز ډوبنز له کابله اسلام اباد ته راغى

جیمز ډوبنز له کابله اسلام اباد ته راغى

اسلام اباد : د بي بي سي د خبرله مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبنز له کابله اسلام اباد ته رسېدلی. په پام کې ده، چې ښاغلی ډوبنز به د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او ځینو نورو چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اسلام اباد ته د دغه امریکايي استازي سفر هدف قطر کې د طالبانو د دفتر او روانو خبرو په اړه د پاکستاني چارواکو خبرول دي.د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي، چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، وویل، چې جیمز ډوبنز لومړی د پاکستان له لومړي وزیر سره ګوري.سرچینه وايي، شاید ډوبنز کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې او خبرو په اړه معلومات له پاکستاني چارواکو سره هم شریک کړي.د پاکستان د باندینیو چارو وزارت دغې سرچینې دا هم ویلي، چې قطر کې د طالبانو د دفتر پرسر لانجه به د امریکايي استازي او پاکستاني مشرانو ترمنځ د خبرو مهم ټکی وي.د دغه وزارت ویاند اعزاز احمد چوهري مخکې ویلي وو، چې قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدو په باب پاکستان همکاري کړې ده.پاکستان قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو هرکلی وکړ، خو افغان حکومت بیا دوحه کې د سولې خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.