اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې :پاکستاني طالبانو ويلي د بهرنيانو په نښه کولو لپاره يې يوه نوې ډله جوړه کړې ده.دوی دغه ګام د وژنې هغې پېښې وروسته اخيستی چې تېره شنبه (د جون ۲۲ مه) يې په ګېلګېت بلتستان کې ۱۰ تنه بهرني غره ختونکي په کې ووژل.غره ختونکي د نانګا پربټ په يوه لرې پراته کمپ کې ووژل شول، چې د نړۍ له لوړو څوکو بلل کېږي.د هماليا لوړو کې دغه بريد چې په پوره احتياط سره پلان شوی و، په تېره يوه لسيزه کې په پاکستان کې پر بهرنيانو تر ټولو ناوړه بريد و.طالبان اوس د نورو بريدونو ګواښونه کوي.د پاکستاني طالبانو يوه وياند ويلي يوه نوې ډله به د دغه هېواد هره برخه کې بهرنيان په نښه کوي.ده ويلي دا له نړيوالې ټولنې غچ دی ځکه چې په وینا یې پاکستان کې يې د بې پيلوټه بريدونو دوام ته لار هواره کړې ده.د ګېلګېت په لوړو کې له دغه بريده ژونديو پاتې شويو لا د خپلو سترګي ليدلي حال کيسه نه ده کړې، خو چارواکي وايي د غره ختونکيو سترګې تړل شوې وې، پر ګونډو شوي وو، او بيا له شا پر سرونو ويشتل شوي وو.نانګا پربټ هسکې ته، چې د وژنې دغه پېښه په کې شوې سفرونه درول شوي دي.سرچينو ويلي چې د (کې ۲) په ګډون، چې د نړۍ تر ټولو لوړه دوهمه څوکه ده، نوروغرونو ته ختل به هم وځنډول شي.د ګېلګېت لوړه کې د وژنې پېښې سره په تړاو ۳۶ کسان نيول شوي، خو چارواکي دا خبره مني چې د بريد هڅوونکي مشران يې لا نه دي نيولي.د نيول شويو ترمنځ يو هم پاکستانی لارښود دی، چې داسې ښکاري دې ته اړی شوی چې خپلې موخې ته د وسله والو لارښونه وکړي.