کور / تازه خبرونه / نواز شریف: مشرف دې محاکمه شي

نواز شریف: مشرف دې محاکمه شي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان لومړې وزیر نواز شریف پارلمان ته وویل چې حکومت یې د پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پروېز مشرف د خیانت په تور محاکمې لپاره سترې محکمې ته رجوع کړې ده.ملي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې نواز شریف وویل چې پرویز مشرف دوه وارې اساسي قانون تر خپلو پښو لاندې کړی و، نو له کبله یې باید محاکمه شي.پارلمان کې د ځینو مخالفو ډلو مشرانو د مشرف د محاکمې په اړه د لومړي وزیر د اعلان هرکلی کړی او د ملاتړ ډاد یې ورکړی.دوی د هغو کسانو د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه، چې له مشرف سره یې همکاري کړې وه.پر پروېز مشر تور دی، چې ۲۰۰۷ کال کې یې د بېړني اساسي قانون اعلانول ځنډولي وو.هغه په ۱۹۹۹ کې د نواز شریف منتخب حکومت ړنګ او نواز شریف یې سعودي عربستان ته تبعید کړ.د نواز له دې تازه اعلان مخکې، سترې محکمې لوی څارنوال ته ویلي وو چې د مشرف د خیانت په تور د محاکمې په اړه مرکزي حکومت خبر کړي.نواز شریف د پارلمان له وینا وړاندې د کابینې په غونډه کې د مشرف د خیانت په تور د محاکمه کولو پرېکړه اعلان کړه.دا د پاکستان په ۶۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې حکومت د خیانت په تور یو پخوانی پوځي واکمن محاکمه کوي.”نواز شریف ملي اسمبلۍ ته وویل، چې له پروېز مشرف سره د اساسي قانون د ځنډولو هېڅ اختیار نه او دغه عمل یې ناقانونه ګام دی.هغه وویل، کله یې چې حکومت د پرمختګ خوا ته روان شو، مشرف پرې کودتا وکړه او حکومت یې ړنګ کړ.دا د پاکستان په ۶۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې حکومت د خیانت په تور یو پخوانی پوځي واکمن محاکمه کوي.مشرف وړاندې د خپلو مخکنیو اخیستل شویو ګامونو دفاع کړې وه.هغه په تېر اپریل کې بي بي سي ته ویلي وو چې “هغه وخت حالت داسې و، چې د یوه پیاوړي جمهوري نظام د ټینګښت لپاره مې هڅه او هاند کول، دې لړ کې یو څه ګامونه پورته شول، دا هر څه د تاریخ برخه دي او محکمې ته به وړاندې شي.”سیاسي څېړونکي وایي چې دا به د حکومت لپاره د مشرف د خیانت په تور محاکمه کول یو مشکل کار وي؛ ځکه چې کېدی شي پوځ پرې خوشاله نه وي.