په پروان ولايت کي د الماس دري په نوم په عملياتو کي ٤٩ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته
په ختيځ کي د ٢٠١ سيلاب قل اردو مطبوعاتې مسول نعمان هاتفې وايې دغه عمليات يې تېره ورځ د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کي پيل کړې دي .
نوموړې وايې د الماس دري په نامه عملياتو کي د يادې ولسوالۍ په غوربند سيمه کي ٤٦ وسلوال وژلې او دري نور يې ټپيان کړې دي .
هغه وايې د عملياتو موخه سيمه د وسلوالو د شتون څخه پاکول دي .
هاتفې وايې عمليات لا دوام لري او نور معلومات به وروسته د رسنيو سره شريک کړي.
ددغه عملياتو په اړه تر اوسه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.